О нас

«پيوستون» ملي، فرهنګي، علمي او معلوماتي خپرونه، د افغانانو د ملي- فرهنګي پيوستون ټولنې نشراتي ارګانون دی.

افغانستان دګڼو قومونو، ژبو، اتنيکي واحدونو او ديني باورونو د پيروانو ګډ کور دی، او دغه ګڼ ټولنيز جوړښتونه د افغان واحد ملت په وجود کې د رنګونو او ښکلا جوړونکې برخې دي. افغانان که له هېواده بهر دي که دننه، که واکمن دي که له حاکميته بهر، که په سياسي مخالفتونو کې د يوې لارې لارويان دي يا د بېلابېلو، که په ديني باورونو کې د يوې عقيدې خاوندان دي يا د جلا، که د هېواد د اوسنۍ سياسي جغرافيې په قلمرو کې دننه ژوند کوي يا بهر، ټول واحد ملي- فرهنګي وجوهات لري او همدغه مشترکات د «افغان» په نامه د دوی د پېژاند ځانګړتيا ده.

افغانان هم د بل هر ملت په شان د متفاوتو سياسي، ټولنيزو او اقتصادي ليد لوريو لارويان او پلويان دي. بر سېره پر دې په تيرو پنځوسو کلونو کې پر افغان ملت د تحميل شوي جنګ د غميزې يا په سياسي مخالفتونو کې د واکمنو او له واکه وتلو کړيو ترمنځ د خشونت له وهمه او د ټولنيز ژوند د نورو ستونزو له کبله ګڼ شمير افغانان د هيواد پرېښودو ته اړ شوي او اوس د نړۍ په مختلفو برخو کې ژوند کوي، چې له بده مرغه ملي هويت مو له جنګ، وينې تويولو، مخدره توکو، فقر، خشونت، بدمرغۍ، کډوالۍ او مهاجرتونو سره تړل شوی دی.

په افکارو او نړۍليد کې موږ حق لرو مختلف او ان مخالف و اوسو، ډول ډول سياسي فکرونه ولرو، د هيواد د اقتصادي ودې او د خلکو د ژوند د ښېرازي لپاره په مختلفو پلانونو او لارو چارو د نظر اختلاف ولرو، په ديني باورونو کې مو لارې جلا وي. مګر له ټولو تفاوتونو سره سره د هيواد د استقلال، د خاورې تماميت او واحد ملي هويت د ساتلو او پاللو مکلفيت لرو. موږ د خپل ملي – فرهنګي اشتراک د پياوړتيا مسؤليت لرو. ددې لپاره ضرور ده چې د هيواد د يوې سيمې اوسېدونکي او د يوې ژبي ويونکي د بلې سيمې د اوسېدونکو او د بلې ژبې د ويونکو د ليکوالو، شاعرانو، هنرمندانو، انځورګرو او نورو فرهنګي ادرسونو له حاله خبر او شراکت يې تامين شي. موږ بايد د هيواد په دننه او بهر کې د خپلو هيوادوالو ترمنځ د ملي- فرهنګي اشتراک اړيکې ژوندۍ او ټېنګې وساتو. په نړيواله کورنۍ کې د سيال ژوند لپاره ضروري ده چې نړيوالو ته د افغانستان فرهنګي هستي وروپېژنو او همدا رنګه د نړيوالو له فرهنګي شتمنيو سره خپل هيوادوال اشنا کړو. د ډيورند کرښې په دواړو خواوو کې د افغانانو ملي– فرهنګي يوالی وپالو او د محکومو افغانانو د مورنۍ ژبې، تعليمي نصاب، تاريخ، ادب او فرهنګ په پاللو کې د هغوی ننګه او ملاتړ وکړو.

د افغانانو د هويت بقا د همدغو ملي- فرهنګي مشترکاتو له پالنې، روزنې او ځواکمنۍ سره تړلې ده. دغه ځواکمني د ژمنو افغانانو د مخلصانه هڅو په همغږۍ کې ممکنه ده. «د افغانانو د ملي- فرهنګي پيوستون ټولنه»، «انجمن همبستګي ملی- فرهنګي افغان ها» د همدغه شان مخلصانه ملي- فرهنګي هڅو د يو ځای کولو او همغږۍ بستر دی.

«د افغانانو د ملي- فرهنګي پيوستون ټولنه» د هيواد په دننه او بهر کې د افغان ملي هويت د ښېګڼې او بقا لپاره د افکارو، نوښتونو، ملي او فرهنګي هڅو د نږدې کولو، يو ځای کولو او پيوند لپاره هڅه کوي. «پيوستون» وېب پاڼه او «پيوستون» مجله ددغو هڅو عملي وسايل دي.

د هېواد په دننه او بهر کې له افغان منورينو، ليکوالو، شاعرانو، اديبانو، تاريخ پوهانو، خبريالانو، حقوق پوهانو، ديني عالمانو، د ټولنيزو او طبعي علومو د ټولو څانګو متخصصينو، هنرمندانو، انځورګرو، د سينما او تياتر د هنر کارپوهانو، د تخنيک، صنعت، ساختمان ، اقتصاد او پانګې په ډګر کې له برلاسو پانګه والو او ملي سوداګرو څخه هيله کوو چې هر يو په خپله برخه کې له خپلو امکاناتو سره سم، د «افغان ملي هويت» په ښېګڼه، بډاينه، لوړتيا او ځواکمنتيا کې برخه واخلي او د خپلو علمي، څېړنيزو، تاريخي، هنري او معلوماتي ليکنو له لارې دغه کاروان پياوړي او روان وساتي.